ایکنا- د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.
د خبر لمبر: 3493166 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم امنیتي ادارې پر یوې داسې طرحې غور کوي چې له مخې به ئې پوځ د غزې له ځینو برخو څخه شاتګ وکړي او خپل ځای به یوه څو مليتي قدرت ته پرېږدي.
د خبر لمبر: 3493165 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- په ملایشیا کې د جاپاني حلالو خوراکي محصولاتو د غوښتنو له زیاتېدو سره، جاپاني شرکتونو دې مخ پر ودې بازار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493164 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د خبر لمبر: 3493163 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- ؛کردان او د قرآن ژبه» نومې مستند فلم د عراقي فلم جوړونکي او تهیه کوونکي «حیدر غني» نوې پروژه ده چې د عراق په کردستان کې فیلمبرداري شوې ده.
د خبر لمبر: 3493162 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
د وحی پیغام!
ایکنا- د قرآن کریم د انفال سورې په ۲۷ آیت کې راغلي دي؛ یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ، ائ مومنانو له خداي او پیغمبر سره خیانت مه کوي::
د خبر لمبر: 3493161 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د پزشکیان د ولسمشرۍ ددریم کال پيل!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ولسمشرۍ ددریم کال له پيلیدا سره په یووخت د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي سره وکتل.
د خبر لمبر: 3493160 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین، د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.
د خبر لمبر: 3493159 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د آیتالله یعقوبي نظر!
ایکنا- آیتالله شیخ محمد یعقوبي، چې د اهل تشیّع یو دیني مر جع دی، په اوسنۍ زمانې کې د رسنیو د مسؤلیت پر حساسیت ټینګار وکړ او د پېښو په رامنځته کولو او بڼه ورکولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د ټولنو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول ټاکونکی وباله.
د خبر لمبر: 3493158 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.
د خبر لمبر: 3493157 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د سعودي عربستان د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په باب د ملک عبدالعزیز د نړیوالوقرآنی سیالیو د ۴۶ پړاؤ مقدماتي مرحله له جمعې ورځې ، یعني د زمري دمیاشتې له ۱۶،په مکې مکرمې کې د دغو سیالیو په ځاي کې د ۱۳۳ هېوادونو د ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوالو په شتون سره پیل شوه.
د خبر لمبر: 3493155 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
ایکنا- د وحشي صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت د وزیر په امر، د نقب زندان کارکوونکو پر دغه زندان د برید پر مهال د فلسطینيو بندیانو د قرآن کریم نسخې ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله.
د خبر لمبر: 3493153 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
محمد کاظمي؛
ایکنا- د قرآن کریم یو تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني پلي لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3493152 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه چې څه باندې زر کاله وړاندې لیکل شوې، په دې وروستیو کې په مکې مکرمې کې نندارې ته وړاندې شوه.
د خبر لمبر: 3493151 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
ایکنا- د امام حسین (ع) د اربعین مراسم د سه شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳ ، د کربلا په سپېڅلي ښار او د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د اباعبدالله الحسین (ع) د میلیونونو مینهوالو او زائرانو په پراخ او پرتمین ګډون سره ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493148 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3493147 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
د فلسطین د مقاومت کمېټې؛
ایکنا- د فلسطین د مقاومت کمېټوپه یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د غزې د خلکو له خوا د هغو شهیدانو د جنازو ستر مراسم، چې درې کاله وروسته خاورو ته وسپارل شول، د فلسطین د ملت پر ضد د نسلوژنې جنګ د وحشتناکو اړخونو ژوندی سند او د صهیونیستي رژیم د بېساري جنایتونو نه انکارېدونکی ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3493146 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زدهکړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145 خپرونې تاریخ : 2026/08/06